fredag, juli 24, 2020

د دردونو فوران ؛ | لیکنه: محمد اسمعیل یون


په یوه حساب پنځه دېرش او په بل حساب شل کاله کېږي چغې وهم ، چې پښتون ځورول کېږي پښتون وژل کېږي ، پښتون تباه دی او پښتون لا پسې تباه کېږي، خو یو زیات شمېر پښتنو او اکثرو ناپښتنو د نشنلیست ، متعصب او فاشیست په نوم تورن کړم ، خو ما د خپل وس تر وروستي بریده د پښتنو د مظلومیت چغه پورته کړه او د داسې ظلم انځور مې تر خپله وسه وکاږه چې د غوړه مال او ځانساتي پښتون ضد واکمن پښتون او د پښتنو د شعوري مخالفینو د ګډ نا مشروعو تعامل په نتیجه کې رامنځته شوی و.

که کرزی او غني له عقله نه ، بلکې له نسله پښتانه نه وای ، نو په ټول عمر کې به په دې سیاسي ظرفیت ، دې څوکۍ ته نه وای رسېدلي ، خو د کوم قوم په برکت چې دوی واک او ځواک ته ورسېدل ، تر ټولو زیات یې پښتانه په کې خوار او زبون کړل ، ان د چنګېزخان پر وخت هم پښتانه دومره نه وو کړول شوي ، لکه د دوی په واکمنۍ کې . تر ټولو دردوونکی حالت بیا دا دی چې د دې بدمرغیو پړه هم د همدې چارواکو او د هغو د اړوندو غوړه مالانو له خوا پر همدې پښتون قوم اچول کېږي.


نن چې په بغلان کې یو پښتون مشر او سپینږيري په عامه غونډه کې خپلې جامې ووېستلې ، دا په واقعیت کې د ټول پښتون قوم د دردونو او نه بیانېدوونکو غمونو یو رښتینی انځور دی.
پښتنو مشرانو او کشرانو ، چارواکو او بېواکو ! ځان به نه تېرباسو ، د ټولنې دردوونکی واقعیت همدا دی چې نن په بغلان کې حسن خان څرګند کړ. زما په ګډون به ډېر نور پښتانه هم له داسې دردوونکي حالت سره مخامخ شوي وي ، خو څرنګه چې موږ سره خپل قلم کله کله ملګرتیا کوي او رسنیو ته لاسرسی لرو ، نو ځکه د خپلو غمونو په بیان کې داسې یو دردوونکي فوراني حالت نه یو رسېدلي.
د ډېر درد او غم خبره دا ده چې د پښتنو او د ټول افغانستان د سالمیت لومړۍ درجه شعوري مخالفین د دولت پر لومړیو او اساسي څوکیو ناست دي او د نا شعوره پښتون پاچا له خوا ورته د پښتون وژنې او هېواد ورانونې په پار مکافات ورکول کېږي او که پښتون بیا د دې بې عدالتۍ په مقابل کې غږ پورته کړ ، نو هغه بیا د نشنلیست ، متعصب او د ملي وحدت د مخالف په نوم په شلو تورونو تورن شي . درباري غوړه مالان د دې پر ځای چې د ولس ننګه وکړي ، یو دم خولې وازې کړې چې ولسمشره زر کلن شې او هېڅ بدیل نه لرې…

0 kommentarer: