tisdag, maj 12, 2020

ملي امنیت: د داعش ډلې سویلي اسیا څانګې مشر مو نیولی


د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، ځانګړو ځواکونو یې د سویلي آسیا لپاره د داعش ډلې مشر ضیاالحق چې په شېخ ابو عمر الخراساني مشهور دی، نیولی دی. د ملي امنیت خبرپاڼه کې راغلي چې ځانګړو ځواکونو او د پولیسو ځانګړې قطعې په ګډه دا عملیات ترسره کړي دي.

یادې ادارې د دې عملیاتو په اړه ډېر څه نه دي ویلي او دا هم تائيد شوې نه ده چې چېرې ترسره شوي، خو یوې معتبرې سرچینې ویلي، دا عملیات په مرکزي زون کې ترسره شوي دي.

د ملي امنیت خبرپاڼه زیاتوي، دا عملیات د هغو ۴ داعش وسلوالو د اعتراف پر بنسټ ترسره شوي چې د ملي امنیت له لوري پخوا نیول شوي وو.

په دې عملیاتو کې د سویلي اسیا لپاره د داعش ډلې د عامه اړیکو رییس او د استخباراتو مسؤل ابوعلي هم نیول شوی دی.

یوې امنیتې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د داعش دا ټول نیول شوي غړي افغانان دي.د تېرې اپرېل میاشتې په پیل کې د افغانستان ملي امنيت اعلان وکړ چې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور دی، یې هم نيولی دی.

ملي امنيت هغه مهال ویلي وو چې عبدالله اورکزی له ۱۹ تنو ملګرو سره يو ځای د ځانګړو ځواکونو له خوا نيول شوی، خو د نيول کېدو د ځای په اړه يې جزئیات نه وو ورکړي.

د خبرپاڼې له مخې اسلم فاروقي د خيبرپښتونخوا د اورکزيو سيمې اوسېدونکی دی چې د دغه ډلې د خراسان برخې مشري يې پر غاړه لرله.

د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) د خراسان څانګې په کابل کې د وروستيو څو خونړيو بریدونو مسووليت منلی و.

د دغې ډلې وروستي بريد کې چې دوی يې پړه پر غاړه اخيستې وه يوه ځانمرګي بريدګر د سيکانو عبادت ځای کې چاودنه کړې وه او لږ ترلږه ۲۶ تنه یې په کې وژلي او ۸ نور ټپيان کړي وو.

0 kommentarer: