د پېښور تهکال تاڼې يوه چارواکي نبي ګل مشال راډیو ته وويل چې منظور پښتين يې د جنورۍ پر ۲۷مه سهار وختي په شاهين ټاون کې نیولی.
نوموړي زياته کړه، په ډېره اسماعيل خان کې د پي ټي اېم د مشر ضد مقدمه درج وه نو د هغوی په غوښتنه يې نيولی دی خو هغه دا تفصيل ورنکړ چې پر منظور پښتين باندې کوم تورونه دي.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ د جنورۍ پر ۲۷ مه مشال راډیو ته د منظور پښتنی د نیولو تصدیق وکړ خو ویې ویل چې چارواکو لا ورته د هغو د نیولو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
هغه زياته کړه چې په یوه غونډه کې به د غورځنګ راتلونکې تګلارې په اړه پرېکړه کوي.
منظور پښتين د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر په توګه د پاکستان د لاهور او کراچۍ په ګډون د خيبرپښتونخوا او بلوچستان په يو شمېر ښارونو کې ولسي غونډو ته ويناوې کړې چې پکې یې د ترهګرۍ ضد جګړې په لړ کې د پاکستان پوځ پر تګلاره نيوکې کړې دي.
غورځنګ ادعا کوي چې په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پښتنو ځاني او مالي تاوانونه شوي، زرګونه پښتانه ورک دي، په قبايلي ضلعو کې ځمکلاندې بمونه ايښوول شوي او پر پوستو له خلکو سره د امنيتي ادارو برخورد سم نه دی.
خو پوځ وايي، ځينې ورک کسان خلاص شوي، د ماينونو پاکولو کار روان دی، څه پوستې یې کمې کړي او پر پاتې هغو خلک نه ځوروي.
د ويناوو پر مهال پر پوځ او جاسوسي ادارو تر نيوکو وروسته پر منظور پښتين باندې مقدمې درج شوې وې.
د بلوچستان حکومت پر هغه صوبې ته پر ورتګ هم بندېز لګولی وو.
پښتون ژغورنې غورځنګ دريځ لري چې ټولې غوښتنې یې د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دي او پر تشدد باور نه لري بلکې له سوله یيزې لارې خپلې غوښتنې منل غواړي.
https://www.mashaalradio.com/a/30398829.html?nocache=1
https://www.mashaalradio.com/a/30398829.html?nocache=1
0 kommentarer:
Skicka en kommentar