په پښتونخوا کې دپښتو فلمونو تاریخچه له نن نه اتیا کلونووړاندې مودې ته رسیږي یعنې ۱۹۳۹ زیږدیز کال ته او لومړنی پښتو فلم لیلا او مجنون نومیده چې په هماغه کال کې جوړ شو او بیا په ۱۹۴۲ زیږدیزکال کې په پيښور، کویټې او کلکتې کې دسینماګانو پر پردو وښودل شو.ددغه فلم لارښود(ډایرکټر) امیر حمزه شینواری ( حمزه بابا) واو دفلم کمپوزر عبد الکریم و. د لیلا او مجنون پښتو فلم تر جوړیدو نه ډیر وروسته یعنې په ۱۹۶۰ زیږدیز کال کې دویم پښتو فلم ( نوې پلوشه ) جوړشو. داپه اصل کې دیوه اردو فلم ( نیا کرن) ژباړه وه .ددغه فلم ډیالوګ دامیر حمزه شینواري له خوا لیکل شوي و.دغه فلم دپیښور په نا ولټي سینما کې وښودل شو. دریم پښتو فلم چې جوړشوهغه ( تیږه ) نومید،دغه فلم په ۱۹۶۳ زیږدیز کال کې دامیر حمزه شینواري له خوا جوړ شو.ددغه فلم ستوری عمر دراز و او دفلم کیمره مین لودیل و.بیاو ورپسې په ۱۹۶۸ زیږدیز کال کې دیکه یو سف خان فلم جوړشو.دغه فلم ستورې (هیروئین)غزاله وه او دفلم ستوری(هیرو) یې رب نوازو. ددغه فلم دپرانیستلو مراسم داردو فلمونو دستورې رنګیلا له خوا ترسره شول. یکه یو سف خان په ۱۹۷۰ زیږدیز کال کې ښودنې ته وړاندې شو. دپښتو بل فلم یوسف خان او شیربانو نومید چې په ۱۹۶۹ زیږدیز کال کې جوړشو او په ۱۹۷۰ کالکې ریلیز او نندارې ته وړاندې شو. ددغه فلم کیسه دعلی حیدر جوشي له خوا لیکل شوې وه او ددغه فلم لارښود( ډایرکټر) عزیزشمیم و.ددغه فلم ستوری ( هیرو) بدرمنیر او دفلم ستورې ( هیروئین)یې یاسمین خان وه،ددغه فلم بدماش نعمت سرحدي نومید.سندرغاړی په پښتو ژبه کې دیو بل فلم نوم وچې دغه فلم په ۱۹۷۰ زیږدیز کال کې نندارې ته وړاندې شو. کله خزان کله بهار دیوبل بښتو فلم نوم و چې ددغه فلمډایرکټر جمیل احمد او پروډیوسر بې سید امیر سرحدي و چې دغه فلم په ۱۹۷۰ زیږدیز کال کې نندارې ته وړاندې شو.
علاقه غیر یا هغه سیمه چې قانون پکې نه چلیږي دیوبل پښتو فلم نوم وچې په ۱۹۷۱۱ زیږدیز کال کې جوړشوچې بروډیوسر یې حبیب الله او ډیالوګ او شاعري یې دامیر حمزه شینواري وه. ددره خیبر او آدم خان او درخانۍ فلمونه دشکیل ایوب له خوا پروډیوس شوی وو او ډایرکټر یې عزیز تبسم و.دپښتو بل مشهور فلم ګل مکۍ او موسی خان و چې دفلم ستوری یې آصف خان او ستوری یې یاسمین خان وو.
همداراز د۱۹۷۰ او ۱۹۸۵۵ کلونو ترمینځ نورډیر بې شمیره پښتو فلمونه جوړشول چې په هغو کې بهادرخان ، عجب خان ابریدی، زما بدن، مغرور، اوربل ، ټوپک زما قانون، دهقان ، باغي ،ارمان ،میرنی ورور، تربور ، اقرار، انګار، زخمونه، ناوې او نکریزې، ناوې دیوې شپې، اجرتي قاتل، توپاني شپه ، بنګړي او هتکړۍ،آب حیات ، ښکلې ناوې او نور چې او س دغو ټولو پښتو فلمونو شمیر تر ننه پورې (۷۵۷) فلمونو ته رسیږي .
Text and source: Latif Yad
0 kommentarer:
Skicka en kommentar