tisdag, januari 07, 2020

افغان حکومت بامیانو ته د جنرال قااني د سفر په اړه پلټنې کوي

د افغانستان بهرنیو چارو وزات وايي، په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان بامیان ولایت ته د ایران د انقلابي ګارد ځواک بهرنۍ څانګې یا قدس ډلې د نوي مشر جنرال اسماعیل قااني د سفر په اړه معلومات راټولوي.
له دې وړاندې په ټولنیزو شبکو کې داسې تصویرونه او ادعاوې خپرې شوې وې چې ګواکې ښاغلی قاآني په مستعار نامه یو کال مخکې د ایران د سفیر د مرستیال په توګه بامیانو ته تللی و او هلته يې له والي سره کتلي وو.
د بامیانو والي وايي، هغه مهال د ښاغلي اسماعیلي په نامه کس د ایران له سفارته هغه ولایت ته ورغلی و.
اوس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي قاآني هېڅ وخت د ديپلومات په توګه په افغانستان کې کار نه دی کړی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ښاغلي قاآني هېڅکله په افغانستان کې د ایران د سفیر د مرستیال په توګه کار نه دی کړی. نوموړي زیاته کړه:
''موږ دا موضوع څېړو چې دا سفر څه وخت او په څه ډول شوی او موخه یې څه وه. په دې غور روان دی. اوس دومره درته ویلی او تاییدولای شم چې ښاغلی قاآني هېڅکله د ایران د سفیر مرستیال نه و''
له دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې له یوه ايراني پلاوي سره د باميانو د والي تصویرونه خپاره شوي وو او ادعا شوې وه چې اسماعیل قاآني د دغه پلاوي مشري کوله.
د بامیانو والي طاهر زهیر بي بي سي ته دغه کس اسماعیلي او په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال وباله او ویې ویل دغه پلاوی د یوه روغتون د ودانیزو چارو د کتلو په موخه هغه ولايت ته ورغلی و.
ښاغلی زهیر وايي:
''د اسماعیلي په نامه یو کس په افغانستان کې د ایران د سفیر د مرستیال په توګه تېر کال د سرطان په شلمه بامیانو ته راغلی و او له مرکزه یې وویل چې دا سړی د ایرانیانو هغه روغتون ګوري چې کار پرې روان دی. دوی په الوتکه کې هوايي ډګر ته او نېغ روغتون ته راغلل. شاوخوا ۴۵ دقیقې يې د روغتون د کار بهیر وکوت او له هغه ځایه د والي دفتر ته راغلل او لس دقیقې يې له ما سره وکتل.''
د بامیان والي په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه چې هغه ولايت ته د دغه کس د ورتګ همغږي له مرکز څخه کومې ادارې کړې وه.
۶۲ کلن اسماعیل قاآني د ایران د انقلاب د ساتندویه ځواک یا سپاه پاسداران لوړپوړی غړی دی چې د قدس ځواک د قوماندان په اړه تر ټاکل کېدو وړاندې په افغانستان کې پېژندل شوې څېره نه وه.
د قوماندان قاآني په اړه ډېر معلومات نه شته. هغه تر تېرې لسیزې پورې په عمومي غونډو کې لږ لیدل کېده او په رسنیو کې يې هم په اړه ډېر لږ خبرونه خپاره شوي دي.
په خواله رسنیو کې یو بل تصویر هم له پرون راهیسې لاس په لاس کېږي، چې په اړه یې ویل کېږي، د افغانستان سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي هم د قاسم سلیماني د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی دی.
خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، ښاغلي خلیلي د افغان حکومت استازیتوب دې مراسمو ته نه دی تللی او هلته تګ یې شخصي دی.
نوموړی وايي، ښاغلی خلیلي د قاسم سلیماني له وژل کېدو مخکې د خپلې لور د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی و.
په ورته وخت کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت تاییدوي چې په ایران کې د افغانستان سفیر د افغانستان په استازیتوب د جنرال قاسم سلیماني د جنازې په مراسمو ګډون کړی و او حیثیت یې رسمي او ديپلوماتیک و.
د ښاغلي سلیماني له وژل کېدو وروسته د افغان چارواکو غبرګونونه بېلا بېل وو. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ (په سیمه کې د تاو تریخوالي ډېرېدو په تړاو اندېښنه وښودله او ویې ویل، د افغانستان له خاوره به د هېڅ یوه هېواد پر ضد کار وانخیستل شي.
ولسمشر محمد اشرف غني له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره په تیلیفوني خبرو کې "په بغداد کې د رامنځته شوې پېښې" په تړاو غمشریکي هم وکړه.

0 kommentarer: