lördag, juni 23, 2012

پښتو نامتو سندغاړې غزاله جاوید د خپل هنر قرباني شوه

نژدې یوه لسیزه د هنر په غېږ کې وه، د خپلو مينه والو په زړونو کې ښکلی ډالۍ وه، د هغوی په زړونو کې توده مینه، خو د هنر دښمنو لپاره د کسات او حسادت د غچ مرغه - په ځوانه ځوانۍ د خپل آواز او ښکلا د مینه والو د اوښکو له باران سره له دې نړۍ د جون پر ۱۹مه ۲۰۱۲ و کوچېده.

خدای خبر چې غزاله جاوید ولې له باران سره دومره تړلې وه چې په خپلو څو سندرو کې یی باراني شعرونه غوره کړي و. که څه هم د شعر او آواز په نړۍ کې باران هغه باران نه دی چی له آسمانه را ورېږي بلکې د سندرغاړو بارانونه خو هماغه د زړونو بارانونه دي چی د هجران له وریځو یې را اوروي. “باران دی باران ”تر نامه لاندې مې سندره اورېدله او را یاد په انټرنټ کې مې د غزاله شو چی څو کاله د مخه په یوه رادیویي پروګرام کې له یوه شاعر او یوه سندرغاړي سره په ګډه مرکه کې په دې خبره غږېدم چې په سندره کې شعر اصلي رکن دی او که شعر ته سندره ښکلا وربخښي؟


د دغې مرکې په پای کې مو بحث پر دې پای ته ورسېد چی شاعر او سندغاړی له یو بل سره موافق نه دي، پر همدې مو موافقه وکړه.


د غزاله د “باران دی باران ”په سندره کې منظور د طبيعت باران نه دی، د غزاله باران د بېلتون او په زړونو باندې د تېرو یادونو باران دی، د هجران په اغزيو باندې د اوښکو باران، نه هغه څاڅکي چې له آسمانه ورېږي. د کلونو د انتظار باران، نه رښتینی پسرلنی باران چی غرونو رغونو ته مستي وربخښي او د ګلانو له څانګو عطر شني. د غزاله باران د هغې د آواز خپل باران دی، باران دی، باران دی.. که دغه سندره پر انټرنټ و ګورئ، نو هغوی چې ګوري يې، يا يې اوري.... له څېرو يې ښکاري چې د دغې سندرې د اورېدو په مهال یې په زړونو کې خیالي باران اورېږي او بیا په عین زمان کې د سندرې شعر ته پام وکړئ چې د دغې سندرې شعر څو مره د شعرونو معیار لري؟


زه دلته په شعر او سندره قضاوت نه کوم خو د غزاله د سندرو ویلو او اواز په باب دومره وایم چې که غزاله جاوید د موسیقۍ هنر د اوږدې لارې لپاره ژوندۍ پاتې وی هغه به د پښتو موسیقۍ لپاره بله تل پاتی ډالی وی.


بي بي سي

0 kommentarer: